د درملو، روغتیايي او ګیاهي محصولاتو، طبي تجهیزاتو او واکسینونو د فایلونو (اسنادو) ارزونې روزنیز سیمنار دوهم پړاو پیل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۳
MOPH

د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت او ارزونې ریاست ۲۳ تنو نوي ګمارل شويو کارکوونکو ته د درملو دوسیوو، روغتیايي محصولاتو او ګیاهي محصولاتو، طبي تجهیزاتو او واکسینونو د ارزونې په اړه پنځه ورځني روزنیز پروګرام دوهم پړاو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په تالار کې پیل شو.

د دې روزنیز پروګرام په لومړۍ ورځ، د درملو او روغتیايي محصولاتو لوی رئیس، ډاکټر نعیم الله ایوبي د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت په برخه کې ملي او نړیوالو معیارونو ته پاملرنه حیاتي وګڼله، په کاري پروسه کې یې په دقت، چټکتیا او د شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام کې فعاله برخه واخلي.

دغه راز، د درملو او روغتیايي محصولاتو د ثبت او ارزونې رئیس، نور احمد حنفي د درملو او روغتیايي محصولاتو د قانوني او باکیفیته واردولو او تولید لپاره د ثبت پروسې پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې فعال رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې دا روزنیز پروګرام وړاندې هم د دې ریاست پخوانیو کارکوونکو ته د وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS