د ا.ا.ا د عامې وزارت له لوري د حج او اوقافو وزارت سره د (۵۱) قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې پر مهال یې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو شتون درلود، د عامې روغتیا وزارت له لوري په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د روغتیایي اړتیاوو پوره کولو او وقایې په موخه د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.
د یادې مرستې پر مهال د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل، هڅه کوو چې د افغان حاجیانو لپاره ټول اړین روغتیایي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړو؛ تر څو د حج فرضیې پر مهال له روغتیایي ستونزو پرته خپل عبادات ترسره کړي.
دغه راز، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو د افغان حاجیانو د روغتیا ښه والي او خوندیتوب لپاره یاده مرسته اړینه وبلله؛ تر څو افغان حاجیان د حج مناسکو پر مهال له احتمالي ناروغیو سره مخ نه شي.