زابل کې دوه فرعي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۴۶
moph

د یادو روغتیایي مرکزونو پرانیستې مراسمو کې د زابل مرستیال والي ښاغلي مولوي محب الله حماس، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان او شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

دغه روغتیايي مرکزونه د مرکز قلات اړوند باباګک او میزاني ولسوالۍ په درویشک سیمو کې پرانیستل شول، چې خدمات یې د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د BMGF په مالي لګښت د Haddaf مؤسسې له لوري تطبیق کېږي او ورسره به د سیمو اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS