د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د چین سفیر، ژاو شېنګ سره په دوه اړخیزو اړیکو او روغتیايي برخه کې پر دوامداره همکاریو ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۴:۴
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان او چين ترمنځ دوامداره اړیکې اړینې وبللې او د یاد هېواد له سفیر څخه یې د کندهار میرویس سیمه ییز روغتون ودانۍ د بیا ترمیم، خدماتو پراختیا، سنتي طب او راډیولوژي برخو کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ساري ناروغیو پېښو ته د رسېدنې په موخه د وسایلو، درملو او واکسین برابرېدو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

بل لور د یاد هېواد سفیر د خپلو دوامداره همکاریو ژمنه بیا تازه او د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې، روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، سنتي طب او طبي وسایلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS