د عامې روغتیا وزیر کندهار ولایت کې د روغتیایي مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۳۸
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د سفر پر مهال د یاد ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد ګل عثمان په شتون کې له روغتیايي مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

دغه ناسته د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه ترسره شوه، چې په کې د کندهار عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د روغتیايي خدمتونو اړوند معلومات وړاندې او په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو د حل اړوند غوښتنې مطرح شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د شته ستونزو او ننګونو د حل ډاډ تر څنګ مل تخنیکي ټیم ته دنده وسپارله، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو سره په ګډه موجوده ستونزو ته رسېدنه ترسره او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS