د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د ننگرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو د لابراتوارونو لپاره د د فرنیچر باب تړون چی د پېژندني شمېره یې (MOPH/1403/NCB/G001) ده. د (ذبیح الله افغان اروپا لمیتد لوژستیکی خدماتو او فیصل بزنس سنتر ) شرکتونو ته ورکړي، یاد شرکتونه  چي د  (4825 - 0101) او ( 19538-0101 ) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( سرک پنج تایمنی، مرکز کابل، کابل) او ( څلورمې حوزی څلور لارې، مرکز کابل، کابل) کې دی. د تړون بیه  ۷ میلیونه ۳۲۶ زره او ۴۰۰ افغانی ده.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې سره سم تر اوو کاري ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي. 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( راډیولوژي او د وینې بانک آمریتونو اړوند د طبي ملزمې  چمتو کول او برابرول د 1405 مالي کال پروژه  ) چې د (MOPH . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (ستوماتولوژي روغتون  لپاره ۱۱ قلمه طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G-2984) ریفرينس . . .

Back to tenders