د عامې روغتیا وزارت اړوند نږدې ۴۵۰ مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه پیل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۶:۴
MOPH

یاده ازموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري په دولس بېلا بېلو څانګو کې له ۳۵۸۵ په شرایطو برابرو کسانو څخه په الکترونیکي (برېښنایي) توګه واخیستل شوه، چې په پرانیستې کې یې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب، د اداري اصلاحاتو او ملکي او خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد او  یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ګډونوالو ته د پرانیست وینا پر مهال روغتیا وزارت یو مسلکي وزارت یاد کړ او ویې ویل: "د هېواد اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول د اسلامي نظام او په ځانګړې توګه د روغتیا وزارت دنده ده او په همدې موخه هڅه کوو، چې د دې وزارت اړوند ټولو مسلکي خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شي او د وړتیا، صداقت او ایماندارۍ پر بنسټ ګمارنې ترسره کړو".

ښاغلي وزیر همداراز  د ازموینې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د خپلو زده کړو برخې ته پاملرنه وکړي او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو په راتلونکي کې هم د روغتیا وزارت اړوند خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخلو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب د یادې ازموینې برخه کې د بشپړې روڼتیا ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، په دې ازموینه کې هیڅ ډول انساني مداخله شتون نه لري او یواځې هغه کسان به بریالي کېږي چې د اړوند بست وړتیا ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د بلخ ولایت سیمه ییز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د لیپراسکوپي تجهیزاتو په مټ بېلا بېل جراحي عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره شول

د بلخ سيمه ييز روغتون د جراحي متخصص ډاکټر شمس‌الرحمن تڼي او ملګرو یې په تېره یوه اوونۍ کې دغه روغتون کې شاوخوا ۷۰ لیزري/لیپراسکوپي جراحي عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي دي، چې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۲۱
Background image

طبي سرغړونو ته د رسېدنې قانون د اصلاح او بډاینې په موخه غونډه ترسره شوه

دغه تخصصي غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو، د طبي شورا، ارشاد، حج او اوقافو وزارت، سترې محکمې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۱۶
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده نهمه فقره

که د درملو او روغتيايي محصولاتو توليدي کارخونه، توريدي شرکت عمده پلورنځي او درملتونونه د وارد شويو درملو او روغتيايي محصولاتو د توزیع لپاره ډاکټرانو ته د ګټې په موخه فيصدي او يا نور. . .

BACK TO NEWS