د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د میکانیزم تقویتي پروژې د اړتیا وړ ۱۹۳ قلمه درمل چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یېMOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G01 ده تړون یې د (سینا سنایي تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (۳۹۹۰۳) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه هوتل پروان کابل مرکز كابل) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه یې(۱۳،۳۳۱،۳۳۷.۱۱) دیارلس میلیونه درې سوه یو دېرش زره درې سوه اووه دېرش اعشاریه یوولس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامي روغتیا وزارت ریاستونو  لپاره 360 پایه لب ټاپ کمپیوترونو  تدارک او  برابرول . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

Back to tenders