سمنګان ولایتي روغتون کې د هیمو ډیالیز مرکز پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په لړ کې د ډاکټر کرام الدین وکیل زاده ولایتي روغتون کې د هیمو ډیالیز مرکز پرانیسته ترسره او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د سمنګان والي ملا شعیب رسالت،  د عامې روغتیا رئیس ملا محب الله بهاري او د دې ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

یاد مرکز د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست په هڅو او د دغه ولایت د خیرخواه سوداګرو له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د سمنګان ولایتي روغتون کې جوړ شوی، چې څلور خونې او څلور مجهز عصري ماشینونو او تجهیزات لري.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد روغتیايي مرکز د جوړېدو برخه کې د دغه ولایت د اوسېدونکو همکاري وستایله او دا یې د پښتورګو ناروغانو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو او درملنې برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال همداراز د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو برخه کې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۵۴
Background image

لغمان او هرات ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د څارنې او پلټنې امريت مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د لغمان ولایت مهترلام ښار او علیشنګ سړک سیمه کې له یو شمېر درملتونونو څخه ۱۰ قلمه له نېټې تېر درمل او د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۶:۳۲
Background image

په کندز کې د روغتیايي علومو انسټېټیوټ د ۸۱ محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه

د کندز روغتیايي علومو انسټېټیوټ څخه په ۱۸ مه دوره کې له څلورو څانګو (نرسنګ، لابراتوار، غاښونو جوړولو او فارمسي) څخه د ۸۱ تنو فراغت غونډه تر سره شوه

یاده فراغت غونډه د دولتي مسؤلینو،. . .

BACK TO NEWS