په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۴۱
moph

ننګرهار، کونړ او غزني ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاستونو د روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې ټیمونو له یو شمېر خصوصي سکتور څارنې ترسره کړي چې پرمهال یې ننګرهار کې یو باب لابراتوار، یو باب شخصي کتنځی او دوه بابه د غاښونو کتنځي چې قانوني اسناد یې نه درلودل مُهر لاک کړي او په کونړ او غزني ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو له نیټې تېر درمل راټول او هغه روغتیايي مرکزونه چې قانوني معیارونه یې نېمګړي وو د یادو ټیمو له لوري ورته جدي سپارښتنې وشوې ترڅو خپل روغتیايي خدمات معیاري او د عامې روغتیا وزارت د اصولو او کړنلارو سره برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د Akbar, OPM, SAF, MdM, AHDS, PUAMI, TdH او INTERSOS موسسؤ استازو شتون درلود په کې د همغږۍ پیاوړتیا، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د درملو د وارداتو او مقرراتي محدودیتونو،. . .

BACK TO NEWS