په بلخ ولایت کې د ولسواليو روغتیایي  واکسیناتورانو سره د باختر پراختیايي مؤسسې له لوري ۱۵ عرادې موټرسایکلونو مرسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۹:۲۸
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ عامې روغتیارئیس رحمت الله منصور، د یونیسف د شمال زون مسئول ډاکټر خالد، د باختر پراختیایي موسسې مسئولینو، د یاد ولایت د کتلوي معافیت مسئول او د ولسوالیو واکسناتورانو ګډون کړی و.

د بلخ عامې روغتیا مرستیال، مولوي شیخ میر صدام په دغو مراسمو کې له یادې موسسې له مننې ترڅنګ  وویل، د دې موټرسایکلونو په مرسته به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې چټکتیا رامنځته او پر وخت به هېوادوالو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS