په تېر ۱۴۰۲ کال کې په وزیر اکبر خان روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱۴
MOPH

په تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د عامې روغتیا وزارت په وزیر اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي!

په یادو جراحي عملیاتونو کې ۱۰ زره اته سوه درې ستر او ۳۸ زره اووه سوه پنځوس کوچني جراحي عملیاتونه شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي.

په دغه روغتون کې همداراز ۲۲۳ زره څلور سوه یو اتیا  ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD)، ۱۰۵ زره پنځه سوه اویا  ناروغانو ته اُرتوپیدي او ۱۴ زره پنځه سوه نهه دېرش تنو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS