د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د سره صلیب کمېټې له غړي سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب کمېټې له غړي، ډاکټر عبدالفتاح لبیب سره لیدنه ترسره کړه

 

په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالفتاح لبیب په قلعه زمان خان سیمه کې خپله یو نمره ځمکه، چې ۵ بسوې مساحت لري د عامې روغتیا وزارت ته په وړیا ډول وسپارله؛ ترڅو له هغې څخه د یو روغتیايي مرکز په جوړولو کې ګټه واخلي او هېوادوالو ته په کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا  او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي د افغانستان د اوسېدونکو او عامې روغتیا وزارت په استازيتوب د ډاکټر عبدالفتاح لبیب د دې نېک ګام پورته کولو مننه او قدردانی وکړ او د الله تعالی څخه ورته د لا توفیق او هېوادوالو ته د خدمت په برخه کې د بریاوو غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS