يو روغتيايي کارکوونکی يو نیالګی

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۰:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند، د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل او د روغتیايي علومو د خصوصي سکتور رئیس، الحاج ګلاب راشد د شنو نيالګيوکښېنولو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو نیالګی'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد انسټېټیوټ په انګړ کې یې د ګڼ شمېر نیالګيو په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.

نوموړو له ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د یو یو نیالګي په کښېنولو سره د هوا د ککړتیا او بېلا بېلو تنفسي او ورته نورو ناوړو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS