د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د اکمال تخصص برنامې فارغانو لپاره د معیاري سند (دیپلوم) د چاپ پروسه وروستۍ شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۱:۲۴
moph

دا چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د فارغانو سند (دیپلوم)  یو ارزښتناکه او خوندي سند شمېرل کېږي، چې د هېواد د نافذه قوانینو له مخې ارزښتناکه او خوندي اسناد د افغانستان اسلامي امارت شتمني ده، نو په همدې موخه د اکمال تخصص ریاست د دیپلوم د چاپ لپاره د خزاینو د لوی ریاست په شمول د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته پرېکړه وشوه، چې له مخې یې د یاد سند چاپي چارې د افغانستان د خوندي سندونو د چاپ امارتي شرکت ته ورکړل شوې.

 

د یاد سند ډیزاین او کاغذ به د ۱۴ امنیتي کوډونو تر څنګ د یو ځانګړي واټر مارک لرونکی وي او له هر ډول غیر قانوني لاسوهنو او جعل څخه به په بشپړ ډول خوندي وي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د چاپ چارې بشپړې او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست په واک کې به ورکول شي؛ تر څو د یادې برنامې څخه فارغو شویو متخصصینو ته د هغې له حقوقو څخه د ګټې اخېستنې په موخه وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS