د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د College of physician and surgeons اسلام آباد څانګې له رئیس، ډاکټر شعیب شفیع او یو شمېر افغان محصلینو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۸:۵۹
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د College of physician and surgeons اسلام آباد څانګې له رئیس، ډاکټر شعیب شفیع او یو شمېر افغان محصلینو سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په دې لیدنه کې پر ګڼو روغتیايي موضوعاتو د بحث تر څنګ د CPSP څانګې له مسؤل څخه وغوښتل، چې دFCPS  پروګرام لپاره په افغانستان کې هم په انلاین یا فزیکي بڼه ازموینه واخیستل شي او یاد پروګرام دې د افغانستان په یو روغتون کې هم پیل شي؛ تر څو افغانان هم د دې پروګرام له ګټو څخه برخمن شي.

د CPSP پروګرام مسؤل په ياده برخه کې د پوره همکارۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به یو پلاوی د دې پروګرام د پيل او د روغتون د انتخاب په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد همداراز په یاد هېواد کې د افغان محصلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د CPSP پروګرام اوسمهال په نیپال، ایرلینډ، متحده عربي امارات او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې پلي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS