د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حیرتان ګمرک له رئیس سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۸:۵۶
د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حیرتان ګمرک له رئیس سره وکتل

سه شنبه، کب ۳/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او مل پلاوي د حيرتان ګمرک له رئیس مولوي عبدالمتين سعيد سره د یوې ناستې په ترڅ کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي کابل ته د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر امبولانسونو د لېږد د اجازې، د حيرتان بندر له لارې هېواد ته د بې کيفيته درملو د واردولو د مخنیوي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د درملو په کاري بهیر کې د اسانتیاوو په اړه د ګمرک له رئیس سره خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

دغه راز د حيرتان ګمرک رئيس مولوي عبدالمتين سعيد د عامې روغتيا وزارت مشرتابه پلاوي د وړانديزونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به له عامې روغتيا وزارت سره بشپړه همکاري کوي او هېڅ ډول هڅې به ونه سپموی.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حيرتان له لس بستريز روغتون څخه ليدنه وکړه او په دغه مرکز کې يې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وڅېړل.

دغه پلاوي له خپلو ارزونو او موندونو وروسته مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې اړمنو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو د ښه والي برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS