د غمرازۍ پیغام

Panah_moph

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان د طبي ټولنې یو بل متخصص او کادر نن سهار په ننګرهار ولایت کې د ماین په چادونه کې په مظلومانه ډول خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکتر صدف چې د ننګرهار د حوزوي روغتون د نسایي ولادي څانګې تریني متخصصه وه په پور صداقت او لېوال تیا سره یې خپلو اړمنو خلکو ته خدمت کوؤ او په صادقانه ډول یې هڅه کولو تر څو خپلې درېدلې او کړېدلې ټولنې د خدمت جوګه واوسي په بې رحمانه ډول سره په شهادت ورسېدله.

انا الله و انا الیه راجعون

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت رهبري، د شهید ډاکتر صدف عمجنې کورنۍ، د ننګرهار پتمنو خلکو او د هېواد طبي ټولنې ته د ډاډ ګیرنې او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي، د دې هڅاندې، خدمتګارې ډاکترې شهادت یې نه هېرېدونکې ضایعه وګڼله او د لوی څښتن تعالی له درباره شهید ته د جنت الفردوس هیله کوي.

په درنښت

ډاکتر وحید مجروح

د عامې روغتیا وزارت سرپرست

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۸
Background image

د  اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص پروګرام د تخصصي روغتونونو د متخصص ټرېنر بستونو د ټرېنري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

 ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام ټرینري ازموینه د ازموینو ملي ادارې په . . .

Back to announcements