د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوهاونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي
ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو ته د پلاستیکي جراحي، سوځېدنې، مورزادي نیمګړتیاوو، جګړهییزو ټپونو او نورو پېچلو ناروغیو په برخه کې وړیا تشخیصيه او تخصصي جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د پلان له مخې به شاوخوا ۲۰۰ ناروغان وارزول شي او له ډلې به یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې د جراحي عملیاتو لپاره انتخاب شي. همدارنګه، افغان ډاکټرانو، جراحانو او د طب محصلينو ته به نظري او عملي روزنه ورکړل شي.
د دغه مأموریت ټول لګښتونه د رضاکارو ډاکټرانو او همکارو بنسټونو له لوري تمویلېږي او اړین درمل او طبي تجهیزات هم هېواد ته لېږدول شوي دي. د ذکر شوي مأموریت موخه اړمنو ناروغانو ته د وړیا تخصصي جراحي خدمتونو وړاندې کول، د افغان روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ده.
