د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چک ولسوالۍ په سیبکو سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د میدان وردګ والي، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستيال، د ميدان وردګ د عامې روغتیا رئیس، د علماوو شورا مرستیال او یو شمېر نورو امارتي مسؤلینو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر وویل: روغتيايي پراختيا د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه ده او په همدې موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې عمومي روغتونونه جوړيږي.
یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودیجې څخه د ۱۸ مياشتو په موده کې جوړيږي، چې ور سره به د سیمې اوسېدونکو ته د عمومي داخلې، جراحي، کوچنيانو، او نسایي ولادي برخو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
