د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو نوی روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ شامکار سیمه کې د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یو نوي روغتیايي مرکز (FFHC) پرانیسته تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد روغتیايي مرکز د شاوخوا ۱۷۰ زره افغانیو په شخصي لګښت جوړ شوی، چې د سیمې شاوخوا ۴۳۰۰ اوسېدونکو ته به په کې لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
