د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي
د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري.
په همدې موخه د یادو موټرسایکلونو د پېر او تدارک پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوې او د تدارکاتو ریاست له شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غوښتي، چې د ټاکل شویو اصولو او شرایطو له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
د دغو موټرسایکلونو په پېر سره به په ولایتونو کې د روغتیايي ناظمینو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د روغتیايي خدمتونو د څارنې چارې به لا اغېزمنې شي.
