پکتیا کې د درملو خوندیتوب او څارنې په برخه کې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د درملو د خوندیتوب او څارنې (فارماکوویجیلانس) په اړه درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه.

په دغې روزنيزه دوره کې د دولتي او خصوصي روغتونونو او کلینیکونو یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، چې د درملو د ناوړه عوارضو د پېژندنې، راپور ورکولو او مدیریت، د درملو د خوندیتوب او د درملو د معقول استعمال په اړه یې زده کړې ترلاسه کړې.

همدارنګه، د درملو د ناوړه عوارضو د راپور ورکولو بهیر د پیاوړتیا په موخه، روغتیايي مرکزونو ته د راپور ورکولو فورمې او د حساسیت کارتونه هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۶:۲۸
Background image

تخار ولایت کې د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مدیریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او (AKHS) مؤسسې د استازو په شتون کې د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د پولیو واکسین ۴۸ تنو همغږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۶:۲۵
Background image

د درملو د لوژستیکي معلوماتو لپاره د برېښنايي سیستم د جوړېدو په تړاو ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت کې د درملو د لوژستیکي معلوماتو لپاره د جوړېدونکي برېښنايي سیستم په تړاو ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ‌ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان،. . .

BACK TO NEWS