روغتیايي سپارښتنه!
د زکام د خپرېدو مخنیوی وکړئ!
زکام او نورې ويروسي تنفسي ناروغۍ د ټوخي او پرنجي د څاڅکو او نږدې تماس له لارې له یوه کس څخه بل ته لېږدېدای شي.
د ځان او نورو د ساتنې لپاره:
۱- د ټوخي او پرنجي پر مهال خپله خوله او پوزه پټه کړئ.
۲- لاسونه په منظم ډول په اوبو او صابون ومینځئ.
۳- د ناروغۍ پر مهال له نورو سره نږدې تماس څخه ډډه وکړئ.
۴- د کور او کاري ځای کړکۍ پرانیزئ او د هوا جریان وساتئ.
۵- که نښې شدیدې یا دوامدارې شي، روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.
ستاسې پاملرنه، د نورو روغتیا ساتي!
د عامې روغتیا وزارت
د وياندويۍ، اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست!