تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۸
MOPH

د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرله‌پسې نظارتونو په پایله کې‌ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول کړي وو او د اړوندې کمېټې د پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول.

د تخار عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام وویل: «د تخار ولایت د ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځيو له مسؤلینو څخه غوښتنه کوو، چې د نېټې تېرو، بې‌کیفیته او غیرمعیاري درملو او خوراکي توکو له پلور، وېش او کارونې څخه په کلکه ډډه وکړي او د خلکو د روغتیا ساتنې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو. . .

BACK TO NEWS