د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او تخنیکي پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د ازبکستان د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې او د ازبکستان د درملیزو محصولاتو د خوندیتوب مرکز (CPPS) ترمنځ درې اړخیز هوکړه لیک د اجرایي پلان د پلي کېدو په اړه بحث او د نظرونه شریک شول.

د غونډې پر مهال دواړو لوریو د هوکړه لیک د اجرایي پلان د ټولو مادو د عملي کېدو بهیر پر چټکتیا، د تخنیکي همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ. همدارنګه، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ارزونې، د تخنیکي اړتیاوو پېژندنې، د لابراتوار د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د لابراتواري تجهیزاتو او خدماتو د پراختیا لپاره د همکاریو د زمینې برابرولو په اړه مهمو بحثونو ترسره شول.

ښاغلي مرستیال، د ازبکستان د همکارۍ او ژمنتیا د ستاینې ترڅنګ وویل: چې د هوکړه لیک د اجرایي پلان اغېزمن پلي کېدل د تنظیمي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا، د لابراتواري زیربناوو پراختیا، د کیفیت کنټرول سیستم ښه والي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا برخه کې یو مهم ګام دی.

د غونډې په پای کې ازبکي پلاوي هم د خوړو او درملو معینیت سره د هر اړخیزو همکاریو پر دوام او ټولو مادو پر بشپړ پلی کېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS