د بلخ ولایت سیمه ییز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د لیپراسکوپي تجهیزاتو په مټ بېلا بېل جراحي عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۲۸
moph

د بلخ سيمه ييز روغتون د جراحي متخصص ډاکټر شمس‌الرحمن تڼي او ملګرو یې په تېره یوه اوونۍ کې دغه روغتون کې شاوخوا ۷۰ لیزري/لیپراسکوپي جراحي عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي دي، چې په کې بېلا بیل نوعه عملياتونه شامل دي.

د جراحي متخصص، ډاکټر شمس‌الرحمن تڼي وویل: لیزري/لیپراسکوپي جراحي عملیات د درملنې موده، د درملنې لګښتونه او د ناروغانو د بستر موده راکموي او ناروغانو ته زمینه برابروي چې په لنډ وخت کې خپل عادي ژوند ته ستانه شي.

تر دې وړاندې، دغه ډول جراحي عملیات په پرانیستې طریقه ترسره کېدل، چې د ناروغانو د درملنې او رغېدو موده یې اوږدوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ارزګان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې چې د ارزګان مرستيال والي ملا باري ګل طالب او يو شمير نورو مسولينو هم شتون درلود، ښاغلي وزير د ولايتي روغتون له بېلابېلو څانګو او په دې روغتون کې د نوې جوړيدونکې جدي. . .

BACK TO NEWS