د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د سرطان د کنټرول ملي برنامې لپاره دوه ډوله تیلو (دیزل او پطرول) برابرول او  تدارک چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1131)ده. د ( هارون بلال لمټیډ شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (7380-0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سرک کابل پروان مقابل سرک شکردره تانگ تیل هارس پاور، شکردره، کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (3,141,000) درې میلیونه یو سل یو څلوېښت زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت دوهم منزل د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکات او غیر مشورتي خدماتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۱
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا!

د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټول په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (13 قلمو- اکسری فلمونو) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/CPC/NCB/1405/G002) شمېرې لرونکی ده، ګډون وکړي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۵۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۱
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

استقلال روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د 46 قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G05 ده، د ویدا . . .

Back to tenders