د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د انتاناتو کنټرول او مخنیوي (IPC) برخه کې د استادانو روزنې (TOT) څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۱
moph

د دې پروګرام موخه په مرکز کابل کې د رابعه بلخي، اندراګاندي د ماشومانو درملنې او استقلال روغتونونو او همدارنګه، د ننګرهار، هرات، فاریاب او پکتیا ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د علمي او عملي وړتیاوو لوړول وو؛ ترڅو په روغتیايي مرکزونو کې د انتاناتو د کنټرول او مخنیوي معیارونه په اغېزمن ډول پلي کړي.

د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې د انتاناتو د کنټرول اصولو، د ناروغیو د لېږد مخنیوي، د وقایوي تدابیرو مراعتولو، د انتاني خطرونو مدیریت او روزونکو ته د معیاري تدریس د لارو چارو اړوند مهم موضوعات د تجربه لرونکو استادانو له لوري په نظري او عملي بڼه وړاندې شول.

ګډونوالو هم په بحثونو او عملي تمرینونو کې فعاله برخه واخیسته او په دې برخه کې یې اړینه پوهه او مهارتونه ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS