لیکنې
روغتیايي پیغام!
د نري رنځ سره مبارزه د هېواد د ټولو وګړو دنده ده، نو د مخنیوي په لارو چارو کې یې ونډه واخلئ.
روغتیايي پیغام!
د سترګو د روغتیا ساتلو لپاره، لږ تر لږه په کال کې یو ځل خپلې سترګې د سترګو په ډاکټر معاینه کړئ.
روغتیایي پیغام !
خواړه له پخولو وروسته وخورئ او د ډېر وخت لپاره یې په ګرم ځای کې مه ساتئ؛ تر څو د خرابېدو مخنیوی یې وشي اوستاسې د ناروغۍ لامل نه شي.
روغتیايي پیغام!
پخوونکي او هغه خلک چې په پخلنځي کې د خوړو په جوړولو بوخت وي باید تل خپل لاسونه د کار شروع کولو دمخه په صابون او اوبو ومینځي، دستکشې وکاروي، خپل نوکان لنډ او پاک وساتي؛ تر څو د خوړو د ککړتیا مخه ونیول شي.
Health Message !
که سوځېدنه سطحي وي، نو ژر تر ژره سوځیدلی ځای د ۱۰ تر ۱۵ دقیقو لپاره د سړو اوبو لاندې ونیسئ؛ تر څو د سوي او درد څخه یې مخنیوی وشي
روغتیایي پیغام !
نوي زیږیدلي ماشوم ته د پیدایښت وروسته په لومړي ساعت کې د مور لومړنۍ شیدې (ورږه) چې زیړ رنګ لري ورکړئ؛ ځکه چې دا د واکسین په څېر ستاسې ماشوم د میکروبي او ورته نورو ناروغیو څخه ساتي.
روغتیايي پیغام!
ټول درمل د ماشومانو د لاسرسي څخه لرې وساتئ؛ تر څو په خپل سر یې ونه خوري او د ناوړه پېښو لامل نه شي.
روغتیایي پیغام!
د ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره، د اوبو له سرچینو څخه اوبه کور ته په پاکو او پوښل شویو لوښو کې انتقال او ذخیره کړئ؛ ترڅو اوبه میکروبي نه شي.
روغتیايي پیغام!
ټول دولتي او غیر دولتي ارګانونه چې د ایکسرې مرکزونه لري مسؤلیت لري، چې ټول هغه محافظتي تدابیر پلي کړي، چې د شعاعي تکنالوژۍ په کارولو کې اړین دي؛ تر څو خلک د ایکسرې د ناوړه اغېزو څخه خوندي اوسي.