۲۸ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتوارونو د ظرفیت لوړونې په موخه ۵ ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۴۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت اړوند، افغان جاپان او انتاني ناروغیو د درملنې روغتون ۲۸ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتوارونو د ظرفیت لوړونې په موخه ۵ ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو.

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت تشخیصه ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د افغان جاپان او انتاني ناروغیو د درملنې روغتونونو ۲۸ تنو ټکنالوجستانو ته د’’ لابراتوار ظرفیت لوړونې” تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې وه، چې په دوه دورو کې کې پای ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمر، ډاکټر مسعود دلسوز دغه ټریننګ د روغتونونو د طبي ټکنالوجستانو ظرفیت لوړونې په موخه یو اړین ګام وباله او زیاته یې کړه، په دې ټریننګ کې طبي ټکنالوجستانو ته د لابراتوار ظرفیت لوړونې په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې، چې په مرسته به یې دوۍ وکولای شي د لابراتوارونو د ظرفیت لوړونې برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د ولایتونو طبي ټکنالوجستانو ته هم ورته روزنیز ټریننګونه په لاره واچوي؛ څو په تشخیصیه برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته او په کور دننه د ټولو ناروغانو لا معیاري تشخیص ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS