پکتیا کې د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت  د ۱۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۷
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د کورنیو چارو وزارت استازو، دیني عالمانو، ځایي مسئولینو، قومي مشرانو او د مؤسسو استازو ګډون کړی و.

 د پکتیا عامې روغتیا رییس، ډاکټر معراج ګل عادل وویل: " د دغه روغتون ودانۍ په معیاري توګه د متحده عربي اماراتو په مالي همکارۍ په څلور پوړیز ډول جوړېږي،  چې عصري تشخیصیه اسانتیاوې به هم ولري".

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد روغتون په جوړېدو سره به د دغه ولایت اوسېدونکي اړ نه وي چې د خپلې درملنې په موخه مرکز او نورو ځایونو ته لاړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS