په کابل کې د ستوماتولوژي یو ځانګړي عصري روغتون پرانیسته ترسره او په فعالیت یې پیل وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۳۲
moph

 دغه عصري تخصصي روغتون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، الحاج ډاکټر احمد خندان او مل ټیم په ګډون د کابل په لویدیځ کې چې په ۱۳مې ناحیې کې موقیعت لري، پرانیستل شو او فعالیت یې پیل کړ.

په دې مراسمو کې د کابل په لویدیځ کې د خصوصي روغتونونو مسؤلینو، روغتیايي متخصصینو، استادانو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.

الحاج ډاکټر احمد خندان د دې مرکز په پرانیستلو خوښې څرګنده، د متخصصینو، تخنیکي کارکوونکو او ټولو ښکېلو کسانو د نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه یې وکړه او ویې ویل: هیله لرو، چې دا روغتون به زموږ د ګرانو هېوادوالو لپاره د روغتیا او باور سرچینه وي.

ډاکټر خندان زیاته کړه، چې دا نوښت د روغتیایي خدماتو په برخه کې د روښانه راتلونکي ژمنه کوي او د هېواد په روغتیایي سیسټم کې د خصوصي سکټور د رول، لا پرمختګ او سوکالۍ ښودنه کوي.

د دې غونډې په دوام، د یاد روغتون بنسټ اېښودونکي ډاکټر روح الله شرفیار وویل: د معیاري تجهیزاتو او مسلکي او تجربه لرونکو روغتیايي کارکوونکو په لرلو سره، دا مرکز به مراجعینو ته د نړیوالو معیارونو سره سم د غاښونو ترمیم، ارتوډونسي، د غاښونو جراحي، د خولې او ژامې جراحي او د خولې مصنوعي غړو په ګډون پرمختللي تشخیصيه او درملنې خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تخصصي ستوماتولوژي مرکز جوړول په هېواد کې د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه کولو په لور یو ارزښتناک ګام شمېرل کېږي او د خولې او غاښونو ناروغیو د تشخیص او درملنې کچې ښه کولو لپاره د خصوصي سکټور جدي ژمنتیا څرګندوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS