په کابل ښار کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو لومړنيو چارو په موخه د آسیا پراختیایي بانک له استازو سره ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۴۶
moph

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د وزارت مرکزي رئیسانو او د آسیا پراختیایي بانک د استازو په شتون کې د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت په دفتر کې ترسره شوه.

ټاکل شوې ده، چې د آسیا پراختیایي بانک د کابل ښار په چمن میر واعظ سیمه کې د زړه ناروغیو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي، چې په دې ناسته کې یې د لومړنيو چارو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

په دې ناسته کې د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ځانګړې تخنیکي کمېټې وټاکلې؛ تر څو د زړه ناروغیو درملنې روغتون جوړولو برخه کې د چارو پرمختګ لپاره د آسیا پراختیایي بانک له استازو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

بل لور د آسیا پراختیایي بانک د پروژې مدیریت متخصص، ښاغلي منظور مرشد او مل ټیم په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ څخه په مننې ژمنه وکړه، چې د دوی کاري ټیم د عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ د زړه ناروغیو درملنې روغتون د جوړولو لومړنۍ چارې پیل کړي او په نږدې راتلونکي کې به د دې موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو په موخه یو ورکشاپ جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS