په ټول هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph

کابل، ۲۲/۱۰/۱۴۴۳/ هـ . ق ۲/۳/۱۴۰۱ هـ. ش : د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ نن په ټول هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. دا په روان کال کې د پولیو د واکسین څلورم پړاو سرتاسري کمپاین دی، او موخه یې ۹،۹ میلیونه ماشومانو واکسین کول دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

په دې کمپاین هغو ماشومانو ته چې د ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې وي، ویتامین A ورکول کیږي چې د ناروغیو په وړاندې د هغوی د بدن معافیت سیستم د پیاوړي کولو لپاره فوق العاده ګټور دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په هیواد کې اوسنې وضعیت د پولیو د واکسین د کمپاینونو او نورو روغتیايي خدمتونو د ښه تطبیق او وړاندې کولو لپاره مساعد وباله او له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.

افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کيداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کیږي د تل لپاره فلج یا مړه کیږي.

په روان زیږدیز کال کې تر اوسه د پولیو یوه مثبته پېښه له پکتیکا ولایت نه راپور شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

تېر کال په هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې راپور شوې وې، چې درې یې په کندوز او یوه یې په غزني ولایت کې ثبت شوې وې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۰مې نېټې څخه د لړم تر ۲۲مې نېټې پورې د بغلان ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته به په لاندې برخو کې د سترګو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د اسنادو ارزونې په موخه د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې لپاره نوملیکنه.

ټاکل شوې د اکمال تخصص لوی ریاست د قانون سره سم د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینه د هغو متخصصینو څخه واخلي چې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۲
Background image

د درنو شرکتونو د پام وړ!

السلام علیکم ورحمته الله و برکاته!

په پام کې ده چې راتلونکې دوشنبه د١۴٠٣ کال د عقرب په ۵ مه نیټه ١٠:٠٠ (لس بجې) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست لخوا او د عامې . . .

Back to announcements