په ننګرهار او لغمان کې د خوړو د تولید کارخونو څخه د خطرناکو کیمیاوي موادو راټولولو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۵۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو د تحلیل او سرویلانس آمریت ټیم د هېواد ختیځ زون ته په یوه رسمي سفر کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د خوړو او درملو له آمریتونو سره په همغږۍ، دغو ولایتونو کې د پاپړو او سیمیانو له ۱۲ تولیدي کارخونو څخه نظارت تر سره کړ.

د یاد نظارت پایله کې له کارخونو څخه یوه اندازه خطرناک کیمیاوي مواد، چې وړاندې د خوړو د تحلیل او سرویلانس آمریت د کارپوهانو له لوري په مرکز کې پېژندل شوي وو او کارول یې د خوړو په تولید کې خطرناک او د بېلابېلو ناروغیو لامل کېده، راټول او په اړه به یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

کاپیسا او هلمند ولایتونونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې کاپیسا ولایت کې ۱۱ درملتونونه، ۱۵ روغتیایي کتنځایونه، ۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۳ بابه حجامه خونې، یو OPD کلینیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

دا مرسته د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د هیلت نیټ تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، ایکسری ماشینونه، د عملیات خونو میزونه، د ژمي کمپلې او نور بېلا بېل تجهیزات. . .

BACK TO NEWS