په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د (Cystoscopy) خدمات پیل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۶
MOPH

د بلخ ولایت په ابو علي سینا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سیستیسکوپي (Cystoscopy) ( د لېزر په واسطه د پښتورګو او یا مثانې څخه د ډبرو ویستلو) خدمات پیل شول.

د یادونې وړ ده، چې پخوا به د یاد ولایت اوسېدونکي د دا ډول عملیات لپاره له هېواده بهر او یا هم په کور دننه خصوصي روغتونونو ته تلل، چې له نېکمرغه اوس دا خدمات د بلخ په حوزوي روغتون کې پیل شول، چې له دې وروسته به د بلخ او شمال زون اوسېدونکو ته په ابو علي سینا حوزوي روغتون کې په وړیا ډول ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

په هلمند ولایت کې دوه د غاښونو کلینیکونه او دوه تشخیصیه مرکزونه وتړل شول

د هلمند عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې له ۱۵ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې او پلټنې په ترڅ کې له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل، نیمروز، هلمند، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، هرات، ننګرهار، کونړ، لغمان او کندهار ولایتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د کاپیسا په ولایتي روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ګرځند اېکسری ماشین ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کاپیسا ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د تشخیص لپاره یو عراده ګرځنده اېکسری ماشین، د دغه ولایت د مقام مرستیال شیخ اسدالله سنان، د عامې روغتیا رئیس. . .

BACK TO NEWS