پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو  واکسیناتورانو ته موټرسايکلونه ووېشل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۵۵
MOPH

پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو واکسیناتورانو ته ۲۶ موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د عامې روغتیا ریاست او اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې د بېړنیو روغتیایي خدماتو پروژې له لارې د یاد ولایت د مرکز په شمول د نهه ولسوالیو روغتیایي مرکزونو واکسیناتورانو ته ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې د دې موټرسایکلونو وېش به د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو، په ځانګړي ډول د واکسیناسیون په تطبیق او لرې پرتو سیمو ته د خدماتو په رسونه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS