له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۵
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د دې نظارتي لړۍ په ترڅ کې دا ځل د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار ننګرهار ولایت کې نښتر د پښتورګو، انتاني ناروغیو درملنې، سیمه ییز او بي بي فاطمةالزهراء ولایتي روغتونونو څخه نظارت تر سره، د ښو او مثبتو کړنو ستاینه یې وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت په ترڅ کې به د ننګرهار ولایت له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو خدماتي بهیر ولیدل شي، د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه به وڅېړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS