غور ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت واکسیناتورانو ته د روغتیایي فعالیتونو د اسانتیا په موخه ۴۳ عرادې موټرسايکلونه وویشل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۷
MOPH

د غور د عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسیف ادارې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا موټرسایکلونه به د واکسین د خدمتونو د لاسرسي په ښه‌والي کې، په ځانګړي ډول په لرې پرتو او سخت‌لارو لرونکو سیمو کې مهم رول ولوبوي.

همدارنګه، په دې مراسمو کې د باران تطبیقوونکې مؤسسې مسؤل، ډاکتر محمد بهارک وویل، دا موټرسايکلونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونو او ۵۸۰ زره افغانیو په ارزښت پېرل شوي، چې د وېش موخه یې لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي ټیمونو په تګ ‌راتګ کې اسانتیا ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS