ظرفیت لوړونه!

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي صیب سره په انځورونو کې ښکاریدونکي میلمانه د دوست هیواد قزاقستان روغتیایي مسلکي کارکوونکي او متخصصین دي ، چې افغانستان ته څه موده وړاندې د عملي تجاربو شریکولو لپاره راغلي وو ، د یادونې وړ ده دا روغتیایي ډله له هغه وروسته افغانستان ته راځي چې د عامې روغتیا وزیر صیب یې له سفیر ښاغلي ګزیز اکباسوف سره څه موده وړاندې مجلس درلود ، په مجلس کې تمرکز د ظرفیت لوړونې او تجاربو په شریکولو وو چې له نېکه مرغه په لنډ وخت کې مو یې یو مثبت څه تر لاسه کړل ، رهبري هڅه کوي چې د بیلا بیلو لارو د افغان روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونه کار وکړي او د بیلا بیلو لارو تجاربو په شریکولو دا هڅې لا جاري وساتي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ د هېواد روغتیایي وضعیت د ارزونې او د نظارتونو د پایلو د شریکولو عالي غونډه ترسره شوه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د هېواد روغتیایي حالت ته د کتنې، په تېر یو کال کې د ترسره شویو نظارتونو د پایلو شریکولو او ستونزو حل په موخه غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني له لوړ رتبه پلاوي سره په رسمي سفر ترکیې هیواد ته روان شو

په دغه سفر کې چې له ښاغلي مرستیال سره د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم ، د نړیوالو اړیکو او مرستو د انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري ، د پلان او پالیسۍ. . .

BACK TO NEWS