سمنګان، کنړ، پکتیا او هرات ولایتونو کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۴۵
Moph

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې امریتونو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې سمنګان ولایت کې ۲۲۵ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او یو روغتیایي کتنځای د غیر مسلکي کسانو د فعالیت له امله، کنړ ولایت کې ۱۱ درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه سرغړونې له امله، پکتیا ولایت کې ۵ روغتیایي کتنځایونو د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله وتړل شول او همدارنګه، هرات ولایت کې هم ۴۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیت خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدامونو ته ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې د یاد نظارت پر مهال اړوندو مسوولینو ته د کیفیت ښه والي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS