د ۴۶۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار ۱۰ روغتیايي مرکزونو لپاره ۴۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
ياد تجهيزات د یونیسف ادارې له لوري د SAFE/HIVA پروژې په چوکاټ کې د ننګرهار سیمه ییز روغتون او د ولسوالیو ۱۰ روغتیايي مرکزونو ته سپارل کېږي.
په دغو تجهیزاتو کې الټراساونډ، د نوي زیږېدلو ماشومانو وارمرونه، طبي یخچالونه او یو شمېر نور اړین وسایل شامل دي، چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس او د یونیسف د روغتیا برخې استازي په شتون کې د ميهن تطبیق کوونکې مؤسسې مرکزي زېرمتون ته وسپارل شول؛ څو اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
