د ۲۸ ولایتي او مرکزي لابراتوارونو تکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ټریننګ تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصه ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د ۲۸ ولایتي او مرکزي لابراتوارونو ۳۲ تنه روغتیايي تکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د " Training Workshop on  Molecular testing of Blood-borne Viral Infectious diseases (HBV, HCV & HIV) using RT-PCR/ELISA and introduction to basic Microbiology/"AMR تر عنوان لاندې ټریننګ ترسره شو

یاد ټریینګ د الیزا او پي سي آر د تخنیکونو په واسطه د بېلا بېلو ویروسي ناروغیو او د کلچر په واسطه د باکټریايي ناروغیو د معیاري تشخیص په موخه په لاره اچول شوی و، چې ګډونوالو ته په کې  په عملي او نظري بڼه زده کړې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده، چې په یاده برخه کې د ټریننګونو دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS