د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو څخه لیدنې او نظارتونه ترسره شول

په یادو لیدنو او نظارتونو کې د هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو مسؤلينو، زده کوونکو او کارکوونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د حفظ‌ الصحې چک‌ لېستونه ډک او د هوټلونو او قصابیو مسؤلينو او کارکوونکو څخه د روغتیایي قوانینو پلي کولو او لازمو اصلاحاتو راوستلو په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۳:۲۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده دوهمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده دوهمه فقره:

هغه ځانګړي توکي چې له مستندو دلایلو او د عامې روغتیا وزارت له تائید سره د افغانستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د خراسان شهرک عالي لېسې څه باندې ۲۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS