د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست په تالار کې د HMIS سیسټم شل تنه مسؤلینو ته د DHIS2 سیسټم د اغېزمنې کارونې په موخه ۳ورځنی ټریننګ وړکړل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۵۲
MOPH

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت د څارنې، پلټنې او روغتیایي معلوماتو لوی ریاست له لوري د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو د عامې روغتیا او تطبیقوونکو مؤسسو د HMIS سیسټم شل تنه مسؤلینو ته د DHIS2 سیسټم د اغېزمنې کارونې، د معلوماتو کیفیت ساتلو، د ارقامو تحلیل او تجزیې او د کارونکو د حسابونو بیا کتنې په موخه ترسره شو، چې په کې د HMIS سیسټم تخنیکي ټرینرانو د معلوماتو د غوره مدیریت، په دقیق ډول د کړنو راپور ورکولو او د ارقامو شننې برخه کې خپل چمتو کړي موضوعات په عملي او نظري ډول ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د یادونې وړه ده، چې DHIS2 یو پراخه معلوماتي سیسټم دی او د روغتیايي معلوماتو د مدیریت لپاره کارول کیږي.

دا سیسټم په ځانګړې توګه د ټولنې او روغتیایي مرکزونو څخه د معلوماتو راټولولو، ذخیره کولو، تحلیلولو او شریکولو لپاره ډیزاین شوی دی، چې د معلوماتو مدیریت او خوندي ساتلو لپاره په نړیواله کچه هم کارول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS