د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند، په فاطمه بیات روغتون کې ۱۰٦ تنو هغه هېوادوالو ته چې په ولادي ډول د شونډو او تالو د جوړښت بې نظمۍ يې لرلې، جراحي عملیاتونه ترسره شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴
Helmand

د یادو ناروغانو عملیاتونه له ترکیې هېواد څخه د راغلي افغان جراحي متخصص ډاکټر، عبدالغفار غیور له لوري ترسره او د هلمند عامې روغتیا ریاست له لوري ورته په فاطمه بیات روغتون کې بشپړ روغتیايي تدابیر، تجهیزات او درمل برابر شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د یادو وړیا جراحي  عملیاتونو لړۍ به دوه ورځې نور هم دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS