د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ ریاست ته ښاغلی روح الله رحمت زاده د رئیس، په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مقام د  دفتر رئیس، ملا محمد حسن محمدزي له لوري ښاغلی روح الله رحمت زاده د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ ریاست د رئیس، په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي ملا محمد حسن محمدزي د ناروغانو د بهرنۍ همغږۍ رئيس ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو روغتیايي ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS