د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست په تالار کې د منظور شوي پلان پر بنسټ د نوي شوي ملي نظارتي چک‌ لېست د څارنې او ارزونې درې ورځنی ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۸
MOPH

یاد ټریننګ د څارنې او پلټنې او روغتیايي قوانینو د تطبیق او ارزونې مسؤلینو ته د نوي شوي ملي نظارتي چک‌ لېست د پېژندنې او تطبیق په موخه ترسره شو، چې پر مهال یې د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئيس ډاکټر کریم الله حلیمي، د لوګر د عامې روغتیا رئیس حافظ سعیدالرحمن قادري او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئيس ملي نظارتي چک‌ لېست د ګډونوالو لپاره ګټور او ارزښتمن وباله او د لازم تطبیق په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS