د لوګرعامې روغتیا ریاست لخوا شاوخوا دېرش غیرقانوني درملتونونه او کتنځي (معاینه خانې) وتړل شوې

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۶:۲۷
د لوګرعامې روغتیا ریاست لخوا شاوخوا دېرش غیرقانوني درملتونونه او کتنځي (معاینه خانې) وتړل شوې

نیټه :  د سلواغې - ۴ - ۱۴۰۰ 
د لوګر د عامې روغتیا ریاست  د روغتیایی قوانینو د تطبیق او بررسی او د درملو د لوی مدیریت له لوری په مرکز او ولسوالیو کې  (۳۰) هغه کتنځي (معاینه خانې) او درملتونونه تړلي، چې په غیرقانوني توګه یی  فعالیت کاوه.
دغه ۳۰درملتونونه، معاینه خانې، لابراتوارونه او ایکسرې ګانې چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت کول، د یاد ریاست د بررسۍ او څارنې ټیم د هڅو په پایله کې دمرکز په ګډون؛ د محمدآغې، برکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې تړل شوی دي.
د مسولینو په وینا؛ په اکثره تړل شویو کې هغه درملتونونه، کتنځي (معاینې خانې)، ایکسرې ګانې او لابراتوارونه شامل دي، چې د جواز فعالیت نه درلودل او په ناقونونه توګه په نامشخصوځایونو کې چارې پر مخ وړلې .
د لوګر عامي روغتیا ریاست  هڅه کوي ترڅوقانون پر ټولو یو شان پلي کړي او د روغتیا په برخه کې د ولس ستونزو ته رسېدنه وشي .
د لوګر د عامې روغتیا رئیس زیاتوي، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې به هم کوټلي ګامونه اوچت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ لس ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل چې د ۱۴۰۰ کال په لړ کې  د دې ولایت مرکز او د یو شمېر ولسوالیو په ګډون د نظارت ټیم د هڅو په پایله کې راټول شوي وو، له مینځه یوړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS